د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د پولیسو د امن کمېټۍ د وسلوالو ضد مبارزې او د امن د ټینګښت لپاره د “شهیدانو د انتقام” په نوم د نوو اقداماتو او عملیاتو د پېلولو اعلان کړی دی.

 

دا پرېکړه د بنو په پولیس لاینز کې د کمېټۍ په یوه لویه غونډه کې شوې، چې پکې د سیمي د امنيتي وضعت، د عامو خلکو د تحفظ او د وسلوالو ډلو پر ضد د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وشوې.

 

د امن کمېټۍ مشر غونډې ته په وینا کې وویل چې د وسلوالو پر ضد به عملیات په جدي او پرله‌ پسې ډول روان وي. هغه زیاته کړه چې د پولیسو د وژل شویو سرتیرو د ویني حساب به اخیستل کېږي او د خلکو د سر او مال ساتنه به لومړیتوب وي.

 

په غونډه کې ګډونوالو د سیمي د تلپاتې امن او ثبات لپاره د ولسي همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې له پولیسو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

 

کمېټۍ په خپلو پرېکړو کې خبرداری ورکړ چې د وسلوالو د ملاتړ او اسانتیا برابرونکو پر ضد به سخت ګامونه پورته کېږي. ویل شوي چې هغه حجرې او د ناستي ځایونه ،چې ترهګر ترې استفاده کوي، تر څارنې لاندې به راوستل شي او ضروري اقدامات به پرې وشي.

 

د کمېټۍ مشر دا هم روښانه کړه چې دا بهیر په بشپړه توګه غیرسیاسي دی او مقصد یې یوازې د امن ټینګښت دی. هغه وویل چې د سیمي اوسېدونکي کولی شي خپل شکایتونه او اندېښنې له کمېټې سره شریکې کړي، څو ورباندې غور وشي.

 

په غونډه کې پر هغو کسانو هم غږ وشو چې له وسلوالو ډلو سره اړیکي لري، څو خپل دریځ زر روښانه کړي، ځکه ،د کمېټۍ په وینا، په سیمه کې د سختدریځۍ لپاره هېڅ ځای نشته.

 

د امن کمېټۍ په پای کې ټینګار وکړ چې دا اقدامات او عملیات به تر هغې دوام وکړي څو چې په سیمه کې بشپړ امن او ثبات نه وي ټینګ شوی.