په سوات کې د نشه يي توکو د زیاتېدونکي استعمال او خرڅولو پر ضد د ولسي غبرګونونو په دوام، د بابوزو قامي تړون جرګې او د “سمه لار” سازمان ،د مې پر ۲۲مه، په نشاط چوک کې د یوې لویې احتجاجي غونډې اعلان کړی دی.

 

یادو سازمانونو دا اعلان ،د مې په ۱۶مه، د سوات په پرېس کلب کې د یوې بېړنۍ خبري غونډې پر مهال وکړ، چې پکې د سیمي یو شمېر مشران، مدني فعالان او د ټولنیزو چارو څېرو ګډون درلود.

 

په غونډه کې د بابوزو قامي تړون جرګې او سمه لار سازمان مخکښانو اسحاق زاهد، سلطان علي خان، محمد امین، اقبال حسین بالی، رضا الله خان ایډوکیټ، مفتي نصرالله او ارشاد خان پر حکومت غږ وکړ چې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره دې سمدستي، جدي او عملي اقدامات وکړي.

 

ویناوالو وویل چې نشه يي توکي یو خطرناک ټولنیز ناسور ګرځېدلی، چې د ځوان نسل راتلونکی ګواښي او د ټولنې جوړښت ته جدي زیان رسوي.

 

هغوي ټینګار وکړ چې یوازې د غیرقانوني کاروبار مخنیوی بسنه نه کوي، بلکې په دې کاروبار کې ښکېل ټول عناصر باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او د بېلابېلو ادارو له خوا دې مؤثره او بې‌ پرې اقدام وشي.

 

ویناوالو زیاته کړه چې په سوات او شاوخوا سیمو کې د نشه يي توکو خرڅول او استعمال په بې ساري ډول زیات شوی، چې له امله یې نه یوازې ځوانان دې ناوړه لارې ته اړ کېږي، بلکې په سیمه کې د جرمونو او ناامنۍ کچه هم لوړېږي.

 

د جرګې مشرانو په خپلو څرګندونو کې پر دوو اساسي ټکو ټینګار وکړ: د ټولنیز شعور لوړول او د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د ځوانانو پراخ پوهاوې، او بل دا چې حکومت دې د نشه يي توکو پر ضد موجوده قوانین نور هم سخت او په مؤثره توګه عملي کړي.

 

په پای کې تنظیموونکو پر ټولو ولسونو، په ځانګړې توګه پر میندو او پلرونو غږ وکړ چې د مې پر ۲۲مه په نشاط چوک کې په پراخه کچه ګډون وکړي، څو د راتلونکو نسلونو د خوندي راتلونکي لپاره یو ګډ او پیاوړی ولسي پیغام وړاندې شي.