د جماعت اسلامي پاکستان امیر، حافظ نعیم الرحمن، ویلي چې په هېواد کې سیاسي فضا د تورونو او نښتو له امله زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا، تعلیمي نظام هم طبقاتي او ګران شوی او په دولتي ادارو کې د خپلوۍ پالنې او فساد راپورونه ورکول کېږي.
هغه دا خبرې ،د مې په ۱۶مه، په چترال کې د خپل ګوند د معلوماتي ټکنالوجۍ د وړیا زده کړو پروګرام «بنو قابل» د داخلې ازموینې غونډې ته وکړې. نوموړي ادعا وکړه چې له دوي پرته نور سیاسي ګوندونه د نوي نسل روزنې او ملاتړ ته کافي پاملرنه نه کوي.
حافظ نعیم الرحمن زیاته کړه چې د یاد پروګرام له لارې تر اوسه شاوخوا څوارلس لکه او پنځوس زره ځوانان ثبت شوي دي. د تنظیموونکو په وینا، د الخدمت فاونډېشن تر سیوري لاندې په دې ازموینه کې په زرګونو هلکانو او نجونو برخه اخیستې وه، او بریالیو کسانو ته به په بېلابېلو پړاوونو کې مسلکي روزنه ورکول کېږي.
نوموړي اعلان وکړ چې د دې پروګرام ساحه نوره هم پراخېږي. د هغه په خبره، اوس به پکې د معلوماتي ټکنالوجۍ ترڅنګ تخنیکي کورسونه، د لوبو اسانتیاوې او اخلاقي روزنه هم شامله وي، او د پروګرام نوم «زي کنیکټ» ته اړول شوی دی.
هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې د دیني او عصري زده کړو له لارې ځانونه چمتو کړي او د هېواد په پرمختګ او د نظام په بدلون کې فعاله ونډه واخلي.
د جماعت اسلامي امیر پر موجوده نظام نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هېواد د جوړښت اساسي اهداف لا هم په بشپړ ډول نه دي ترلاسه شوي. د هغه په وینا، سیاسي مشران، خانان او افسرشاهي پر ولس واکمن دي، عام خلک انصاف ته اسانه لاسرسی نه لري، او د غریبو کورنیو ماشومان له معیاري زده کړو بې برخې دي.
هغه له ځوانانو وغوښتل چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د نظام د اصلاح لپاره د دوي د ګوند ملاتړ وکړي.
په خپلو خبرو کې نوموړي د چترال د سیمه ییزو ستونزو او د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي یادونه هم وکړه او د حل لپاره یې د پرامنه مبارزې د دوام ژمنه وکړه.
په دې غونډه کې د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا د شمالي سیمي امیر عنایت الله خان، د الخدمت فاونډېشن عمومي سکرتر وقاص انجم جعفري او د ضلعې امیر وجیهه الدین هم ګډونوالو ته ویناوې وکړې.
د غونډې لپاره د چترال په پولو ګراونډ کې شاوخوا شل زره څوکۍ اېښودل شوې وې، چې پکې د بېلابېلو عمرونو ګډونوالو د یاد ښوونیز پروګرام د داخلې ازموینه ورکړه.

سید اصف شاه کاکاخیل