د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر کورنیو له خپلو هغو خپلوانو سره د بشپړې لا تعلقۍ اعلانونه کړي، چې د دوي په وینا، له وسلوالو ډلو سره تړاو لري. دا پرمختګ وروسته له هغې مخې ته راغی چې د بنو د پولیسو امن کمېټۍ د وسلوالو پر ضد د “شهیدانو انتقام” په نوم د غچ اخیستنې عملیاتو اعلان وکړ.
د معلوماتو له مخې، ځینو کورنیو په بنو پرېس کلب کې د خبري غونډو او ویډیوي بیانونو له لارې ویلي، چې له خپلو هغو زامنو، وروڼو او نورو خپلوانو سره هېڅ اړیکه نه لري چې د وسلوالو په لیکو کې شامل شوي دي. دغو کورنیو ټینګار کړی چې نه د هغوي د کړنو مسؤلیت مني او نه ورسره کومه ټولنیزه یا کورنۍ اړیکه پاتې ده.
د بنو د بیزن خېل سیمي اوسېدونکي ،امدادالله، عرف مدلکې، په بنو پرېس کلب کې له خپلو زامنو ناهیدالله او ارشادالله سره خبري غونډې ته وویل، چې له خپل زوې شاکر سره یې بشپړه لا تعلقي کړې ده. د هغه په وینا، شاکر شاوخوا شپږ یا اووه میاشتې وړاندې کور پرېښی او وروسته په مبینه توګه د ریاست ضد فعالیتونو کې ښکېل شوی دی.
امدادالله وویل، چې تر دې وړاندې یې هم په جومات کې د ویډیوي بیان او د قرآن پر حلف له خپل زوې سره د لا تعلقۍ اعلان کړی و. هغه زیاته کړه، چې دوي شاکر له کورنۍ بېل کړی او نور نه غواړي د هغه له جنازې، فاتحې یا جسد سره هم کوم تړاو ولري. نوموړي دا هم وویل چې د قانون نافذ کوونکو ادارو او امن کمېټۍ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ورته مهال، د بنو د ګریړه امام شاه سیمي اوسېدونکي ،ادریس خان، هم په بنو پرېس کلب کې له خپل ورور خالد او تره زرګل عرف ،انکل، سره د لا تعلقۍ اعلان وکړ. ادریس ادعا وکړه چې ورور او تره یې له یوې ناقانونه وسلوالې ډلې سره تړاو لري، خو دی له هغوئ سره هېڅ اړیکه نه لري.
ادریس خان وویل، چې خپل ورور یې له کوره ایستلی او ورته یې ویلي دي چې نور دې کلي ته نه راځي. هغه له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې د ده او کورنۍ خوندیتوب یقیني کړي او بې ګناه کسان دې نه ځورول کېږي.
نن د بنو په پولیس لاین کې شوې د امن کمېټۍ په یوه غونډه کې ګډونوالو ویلي، چې د وسلوالو د اسانتیا برابروونکو پر ضد به هم سخت اقدامات کېږي او هغو کسانو ته به د خپل دریځ روښانه کولو ویل کېږي چې له وسلوالو سره د تړاو شک پرې کېږي. امن کمېټې دا هم ویلي چې حجرې به بېرته له وسلوالو پاکې کړل شي، څو د تخریبي فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
په همدې حال کې، د بنو د گھمبر اله آباد په سیمه کې د امن کمېټۍ او وسلوالو ترمنځه د ډزو تبادلې خبر هم ورکړل شوی. ځايي سرچینو ویلي، چې د خفيه اطلاع پر بنسټ د عملیاتو پر مهال یو مبینه وسلوال، اسد یار، د میرنواز زوې، وژل شوی او جسد یې د بنو ډي اېچ کیو روغتون ته لېږدول شوی دی.
بل پلو، د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ویاند ،خالد خراساني، په یوه بیان کې د بنو د امن کمېټۍ غړو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې که د دوي په وینا د وسلوالو د کورنیو پر ضد فشار او چاپې دوام ومومي، نو غبرګون سره به مخ شي. خو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه د بنو امن کمېټۍ یا امنیتي چارواکو رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
ځايي امنیتي سرچیني بیا وايي، چې د روانو عملیاتو هدف په سیمه کې د وسلوالو فعالیتونو محدودول، د هغوي د اسانتیا برابروونکو مخنیوی او د امن ټینګښت دی. چارواکي له خلکو غواړي چې د قانون نافذ کوونکو ادارو سره همکاري وکړي، څو د سیمي امنیتي وضعیت بېرته عادي شي.

صفدر داوړ