د شمالي وزیرستان تحصیل میر علي په څلور لاره کې ،د مې په ۱۶مه، د اتمانزو لویې جرګې مشاورتی غونډه وکړه. په دغه غونډه کې وينا والو په پاکستاني حکومت ، امنيتی ځواکونو او وسلوالو ډلو غږ وکړو، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د شوا تر څنګ په ټول شمالی وزیرستان کې یې د امن غوښتنه وکړه.
دغې جرګې ته د اتمانزو د لښکر مشر مفتي بیت الله داوړ ، چیف آف کبل خیل عبدالقادر ، د عوامي نیشنل ګوند نثار علی خان او نورو مخه ورو ويناوې وکړې.
د دغې جرګې حال په شمالی وزیرستان کې د شال نیوز خبریال صفدر داوړ په دې ويډیوي راپور کې وګورئ۔

صفدر داوړ