د باجوړ امن جرګې ویلي، چې په سیمه کې د روانې ناامنۍ، چاودنو او هدفې وژنو پرضد به ،د جون په ۶مه، د خار سول کالونۍ مخې ته یو دایمي احتجاجي پرلت پېل کوي چې تر بشپړه امن پورې به په ځای وي.

 

د جرګې مشر ،صاحبزاده هارون رشید، د مې په ۱۶مه، د باجوړ په مرکز خار کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه د باجوړ د ټولو سياسي ګوندونو، قامي مشرانو، ملکانو، مدني فعالانو او د ټولنې د بېلابېلو طبقو د استازو په ګډه مشوره شوې ده.

 

هغه زیاته کړه چې د سیمي ټول قامونه، سياسي فعالان، طالب علمان، خبریالان، سوداګر او عام اولس په دې دریځ کې یو موټی دي او د امن د ټینګښت لپاره به ګډ غږ پورته کوي.

 

د امن جرګې د اعلان سره سم د پرلت ګډونوال به د جون له ۶مې څخه د سول کالونۍ مخې ته خېمې لګوي. جرګې خبرداری ورکړی چې د اولسي فشار د اثر زیاتولو لپاره د ضرورت په صورت کې به د مهمو لارو او سوداګریزو مرکزونو د بندولو ګام هم پورته کېدای شي.

 

هارون رشید وویل چې د باجوړ اولس له تېرو ۲۴ کلونو راهیسي د ناامنۍ، چاودنو او هدفې وژنو له امله له سختو حالاتو سره مخ دی او اوس غواړي د تلپاتي امن لپاره عملي ضمانت ترلاسه کړي. د هغه په وینا، امن د هر انسان اساسي ضرورت دی او له ثبات پرته ژوند ممکن نه دی.

 

د باجوړ امن جرګې له خلکو غوښتنه کړې چې په دې “تاریخي او برخلیک ټاکونکي” احتجاجی پرلت کې په ګڼ شمیر برخه واخلي، تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره یو باثباته او محفوظ چاپېریال جوړ شي.