پولیسو ویلي، چې ،د مي پر ۱۶مه، د بنو د پولیسو مرستیال انسپکټر جنرل سجاد خان په ځانګړو لارښوونو د بنو پولیسو د وسلوالو پر ضد د پرېکنده عملیاتو لړۍ روانه کړې ده.
د پولیسو په وینا، د فتح خېل پوستې له پېښې وروسته د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې هدفمند عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۵ وسلوال وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د زرګل ډلې یو مهم ټاکلی وژونکی حیات الله، د فتح خېل پوستې په برید کې ککړ اسد یار او نعمت الله، یو مهم قومندان منصور، او یو بل ناڅرګنده وسلوال شامل دي.
د پولیسو په وینا، دغه وسلوال پر امنیتي ځواکونو، د ترهګرۍ ضد څانګې او په عامو وګړو په بریدونو کې مطلوب وو. چارواکي وایي چې د بنو د مرستیال انسپکټر جنرل تر مستقیمې څارنې لاندې ځانګړو ډلو د پرمختللو استخباراتي معلوماتو او منظمې منصوبې له لارې دغه عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
بنو پولیس ټینګار کوي چې په ضلعه کې د وسلوالو او د هغوي د مرستیالانو لپاره هېڅ ځای نه شته او تر هغې به عملیات روان وي څو چې سیمه په بشپړ ډول له ناامنۍ پاکه شي.

صفدر داوړ