د کوهاټ پوهنتون کانوکیشن ،د مې په ۱۶مه، ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو څانګو ۸۰۰ زده کوونکو ته ډګریانې ورکړی شوې. په دې دستوره کې د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مینا خان آفریدي د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ.
په غونډه کې د لوړو زده کړو سیکرټري ډاکټر محمد اسرار خان، د اطلاعاتو ځانګړی سلاکار شفیع جان، د ډيډک چیئرمېن او د صوبایي اسمبلۍ غړي داوود آفریدي، د صوبایي اسمبلۍ غړي شاه تراب، پخواني ضلعي ناظم نسیم آفریدي، د پوهنتون چارواکو، استادانو، والدینو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.
د پوهنتون د معلوماتو له مخې، ۶۵۳ زده کوونکو د بي اېس، ۱۱۹ کسانو د ایم فل/ایم ایس او ۲۸ کسانو د پي اېچ ډي ډګرۍ ترلاسه کړې. په فارغو شوو زده کوونکو کې ۳۷۹ هلکان او ۴۲۱ نجونې شاملې وې، او ۱۳۷ زده کوونکو ګولډ مېډلونه هم واخیستل. د نجونو برخه ۵۲.۶ سلنه وه.
په دې موقع، د لوړو زده کړو وزیر مینا خان آفریدي وویل چې صوبایي حکومت د ځوانانو د تعلیم او روزګار لپاره عملي ګامونه اخلي. د هغه په وینا، د اعلا وزیر له خوا د نجونو لپاره د ځانګړي کېمپس جوړولو اعلان شوی، چې په راتلونکي بجټ کې به ورته منظوري ورکړل شي.
هغه وویل چې د سکالرشپونو بودیجه له ۱.۲ اربه نه ۲.۵ اربو روپیو ته لوړه شوې او د سرکاري کالجونو د فرسټ او سېکنډ ائیر نجونو فیسونه ختم کړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د فارغو زده کوونکو لپاره به د پیډ انټرن شپ پروګرام هم پېل شي.
د پوهنتون وائس چانسلر پروفیسور ډاکټر سید ظفر الیاس وویل چې دا مهال په پوهنتون کې شاوخوا ۱۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې پکې ۴۰ سلنه نجونې دي. د هغه په وینا، پوهنتون تر اوسه له ۳۰ زرو زیات فارغان ټولنې ته ورکړي دي.
هغه زیاته کړه چې په پوهنتون کې له ۴۰ زیات پروګرامونه او تر ۱۰۰ ډېر کورسونه تدریس کېږي او د وخت له اړتیا سره سم نوي پروګرامونه هم پېل شوي دي. د هغه په وینا، له ترکیه، چین، جاپان، مصر، امریکا، برطانیه او آذربایجان سره د تعلیمي اړیکو پراختیا شوې او د ژبو نوي کورسونه هم پېل کېږي.
په پای کې وائس چانسلر فارغانو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې ډګري یوازې یو سند نه، بلکې یوه ذمه واري هم ده چې باید د هېواد د پرمختګ لپاره وکارول شي.

محمد عامر اورکزی