د سرائے نورنګ بازار د ریل پټلۍ سره د موټرسایکل بم چاودنې شپږ ورځې تېرې شوې دي، خو اغېزمن وايي چې لا هم نه د بريد کوونکو درک لګېدلی او نه ورته سرکاري مرسته رسېدلې ده۔

 

د قصابانو د اتحاديې مشر حقنواز خان وايي، «د پېښې ځای په پھاټک چوک کې دی، چرته چې د سېف سټي او پوليسو کيمرې لګېدلې دي، خو بيا هم دا نه ده معلومه چې دا بريد چا وکړ.»

 

اغېزمن دعوه کوي چې د چاودنې وروسته د دوي دوکانونه لوټ کړل شول او ژوبل کسان پر وخت روغتون ته ونه رسول شول۔ عينی شاهدان وايي چې پوليسو روغتون ته د ګاډو د داخلېدو مخه نيوله، چې له امله يې د ژغورنې چارې ټکنۍ شوې۔

 

دوي دا هم وايي چې تر اوسه صوبايي حکومت نه مالي مرسته اعلان کړې او نه د وژل شويو لپاره کوم شهيد پکېج ورکړل شوی دی۔

تر دې دمه چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي۔