د ‘پاول اېډوین اوربي جونير’ په نوم د یوه امریکایي وګړي لادرکه کېدل په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو د جګړو او پېښو په لړ کې تر ټولو پېچلې او مرموزه معما ګڼل کېږي، چې د حل لپاره یې تازه هڅې پېل شوې دي.
که څه هم په تېرو کلونو کې په دغه هېواد کې بندي پاتې شوي یو شمېر نور امریکایي وګړي د بېلابېلو ډیپلوماټیکو هلو ځلو او خبرو اترو له لارې خوشې او خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو د ‘اوربي’ د برخلیک په اړه له تېرو دولسو کلونو راهیسي بشپړه چوپتیا واکمنه ده، او تر اوسه پورې په رسمي ډول هېڅ یوې وسله والې ډلې یا شبکې د هغه د نیول کېدو یا تښتولو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د دغې پېچلې قضیې د بیا سپړلو او د باوري استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو په ګډه یو بېساری او لوي ګام پورته کړی، او د داسې معلوماتو په بدل کې، چې د دغه لیکوال د دقیق ځای په معلومولو، ژغورلو او خوندي راستنولو کې مرسته وکړي د شپږ میلیونه امریکایي ډالرو لوي انعام ټاکلی دی.
دغه انعام په ستراتیژیک ډول په دوو برخو وېشل شوی دی، چې په کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام له لارې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې او د امریکا د عدلیې وزارت یا د فدرالي پولیسو اداره جلا توګه تر یوه میلیون ډالرو پورې د هغو معلوماتو لپاره ورکوي چې د قضیې په پرمختګ او د هغه په ازادۍ کې مرسته وکړي.
پاول اوربي چې په اصل کې د امریکا د اېلېنایي ایالت اوسېدونکی دی ،د یوه دودیز خبریال یا د مرستندویه ادارې د کارکوونکي په توګه، سیمي ته نه و راغلی، بلکې هغه یو خپلواک لیکوال او څېړونکی و، چې د افغانستان له تاریخ او جګړو سره یې ځانګړې مینه لرله او په ۱۹۹۳ کال کې یې د شوروي او افغان جګړې د لیدلو حال په یو کتاب کې خپور کړی و.
هغه په ۲۰۱۴ کال کې ،په داسې حال کې چې یو اویا کلن و، پرېکړه وکړه چې د خپل دغه کتاب د دویم ټوک د بشپړولو لپاره یو ځل بیا د معلوماتو ټولولو په موخه د جګړې سیمو ته لاړ شي او ،د هغه د مېرمنې جېن لارسن په وینا، د نوموړي تر ټولو لوي او خطرناک هدف دا و چې د حقاني شبکې له مشر سراج الدین حقاني سره ،چې اوس مهال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر دی، مخامخ مرکه وکړي.
د رسمي راپورونو پر بنسټ ،ښاغلی اوربي، وروستي ځل د ۲۰۱۴ کال د مې میاشتې په نیمایي کې د افغانستان په ختیځ خوست ولایت کې لیدل شوی و، او له لادرکه کېدو یوازې څو ورځې وړاندې یې خپلو نږدې کسانو ته په پیغامونو کې ویلي وو چې د خپلې څېړنې د بشپړولو لپاره ښایي له ډیورنډ کرښې واوړي او د پاکستان تر کنټرول لاندې قبایلي سیمو ته ننوځي.
خو د دغه حرکت په پېل کېدو سره د هغه اړیکې په بشپړه توګه پرې شوې او د چوپتیا یو داسې دېوال رامنځته شو چې د طالبانو په ګډون ټولو ډلو په ۲۰۱۷ کال کې د هغه په ساتلو کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړل.
اوس مهال امریکایي چارواکي او امنیتي ادارې له داسې یو وضعیت سره مخ دي چې وخت د دوي په ګټه نه دی، ځکه که پاول اوربي اوس ژوندی وي نو عمر یې درې اتیا کلونو ته رسېدلی دی، او له بلې خوا هغه د غوږونو په یوې سختې او مزمنې ناروغۍ اخته دی، چې د کنټرول لپاره یې هره ورځ ځانګړو درملو او دوامداره طبي څارنې ته اړتیا لیدل کېږي، چې دا ډول اسانتیاوې په لېرو پرتو سیمو یا د احتمالي بند پر مهال ترلاسه کول ناشوني ښکاري، او له همدې امله کورنۍ یې له دولسو کلونو راهیسي په سخته اندېښنه کې د یوې نوې نښې په تمه ده.

شال نیوز