د فاټا لویې جرګې مشرانو په اورکزو ضلعه کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو جبري انضمام ورته د منلو وړ نه دی، او غوښتنه یې کړې چې قبایلو ته دې بېرته پخوانی سیاسي او اداري حیثیت ورکړل شي.
په دغه خبري غونډه کې، چې د جرګې د مرکزي مشرانو ملک بسم الله خان، نوابزاده فضل کریم، ملک نائب خان، حاجي شکیل او ملک معظم محسود په ګډون نورو قبایلي مشرانو هم ګډون کړی و، اعلان وشو چې د دغه انضمام پر ضد به د مې پر ۳۱مه نېټه په ټولو قبایلي سیمو کې د احتجاج په توګه “توره ورځ” نمانځل کېږي.
د جرګې مشرانو له حکومته وغوښتل چې د ۲۸م اییني ترمیم په چوکاټ کې دې د قبایلي سیمو د انضمام اړوند ۲۵م اییني ترمیم منسوخ کړل شي.
د خبري غونډې پر مهال مشرانو وویل چې د یو نیم کروړ قبایلي ولس له خوښې او مشورې پرته دا نظام په جبري توګه پر دوي تپلی شوی دی. د ملک معظم محسود په وینا، د پاکستان بنسټګر قائد اعظم محمد علي جناح له قبایلو سره لوظ کړی و چې د ولس له خوښې او مشورې پرته به د دې سیمو په قانوني او جغرافیایي حیثیت کې هېڅ بدلون نه راوستل کېږي، خو دغه تاریخي تړون تر پښو لاندې شو.
هغوي زیاته کړه چې د نوي نظام له امله قبایل د کورونو د نړولو، ډرون بریدونو او جبري لادرکیو غوندې جدي ستونزو سره مخ دي، او په سیمه کې د بدامنۍ نوې لړۍ پېل شوې ده.
د جرګې مشر ملک بسم الله خان وویل چې دوي د دغه قانوني انضمام پر ضد په عدالت کې رټ پټېشن دائر کړی دی. هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر ۷مه نېټه د هغه وخت د چیف جسټس عمر عطا بندیال له خوا د ۹ ججانو د ځانګړي بنچ د جوړولو پرېکړه شوې وه، خو تر اوسه دغه بنچ نه دی جوړ شوی. جرګې له سپریم کورټ څخه غوښتنه وکړه چې د تېرو څلورو کلونو راهیسي د دغه ځنډېدلي کیس اورېدنه دې په سمدستي توګه پېل کړي.
نوابزاده فضل کریم او ملک نائب خان وویل چې د پولیسو او کچهرۍ د نوي نظام په راتلو سره د قبایلو د څادر او کور تقدس تر پښو لاندې شوی دی. د دوي په خبره، پخوانیو جرګو او د حجرې نظام د قبایلو شخړې په سمدستي او وړیا توګه هوارولې، خو اوس په هره تهانه کې په سلګونو ستونزې پرتې دي او نوی عدالتي نظام په بشپړه توګه ناکام شوی دی.
جرګې دا تور هم پورې کړ چې د قبایلو په کانونو او معدنیاتو باندې غیرسیمه ییز خلک مسلط کړی شوي او په پرمختیایي پروژو کې فساد اوج ته رسېدلی دی، چرته چې منتخب استازي پرمختیایي فنډونه په ۱۰ او ۲۰ سلنه کمېشن باندې پلوري.
د فاټا لویې جرګې مشرانو ادعا وکړه چې اوس پخپله وفاقي حکومت او اسټېبلشمنټ هم په دې پوه شوي چې د فاټا د انضمام پرېکړه ناسمه وه. هغوي پر ځوان نسل غږ وکړ چې د قبایلو د تاریخي او خپلواک حیثیت د بېرته ترلاسه کولو لپاره د دوي په دې تحریک کې پوره برخه واخلي.

محمد عامر اورکزی