د خېبر پښتونخوا پخواني صوبايي وزیر سید غازي غزن جمال ،د مې په ۱۷مه، د مشتي مېلې دوره وکړه، چرته چې یې د وروستي ناڅاپي سیلاب له امله رامنځته شوو زیانونو جاج واخيست او د سیمه ییزو خلکو له حالت څخه یې معلومات ترلاسه کړل.

 

د اورکزو په مشتي مېله سیمه کې دا ناڅاپي سیلاب د اپرېل په ۲۸مه رامنځته شوی و چې ،د ضلعي چارواکو په وینا، پکې د ۱۰۰ زیات دکانونه، شاوخوا شپږ کورونه او یو سکول په بشپړه ډول د منځه تللي وو.

 

د همدې حالاتو په ترڅ کې سید غازي غزن جمال د سیمي له مشرانو، سوداګرو او د بازار له اغېزمنو خلکو سره ولیدل. د سیمي خلکو د بارانونو له امله د شتمنیو د زیان، د کاروبارونو د ځنډ او د اساسي خدمتونو د کمښت ستونزې وړاندې کړې.

 

نوموړي د خلکو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د اغېزمنو خلکو غږ به اړوندو ادارو ته ورسوي او د ممکنه مرستو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي. هغه وویل چې د طبیعي افتونو د زیان د کمولو لپاره پر وخت اقدامات، اغېزمن پلان جوړونه او د خبرتیا قوي نظامونه اړین دي.

 

د سیمي خلکو د نوموړي د دې دورې هرکلی وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې زیانمنو خلکو ته زر تر زره مرستې ورسوي، د تاوان جبران یقیني کړي او د ویجاړ شوو ودانیو بیا رغونه پېل کړي.