د کوز سویلي وزیرستان یو ځايي مشر او چیئرمین احمد وزیر وایي، چې د نړۍ د پرمختګ او ډیجیټل دور باوجود د واڼا او د کوز سویلي وزیرستان ګڼ شمېر سیمي لا هم د موبایل نیټ ورک او انټرنېټ د بنسټیز اسانتیاو نه محرومې دي، چې له امله یې خلک د سختو ستونزو سره مخ دي۔
چیئرمین احمد وزیر ،د مې په ۱۷مه، شال نیوز ته وویل، چې د کوز وزیرستان په ډېرو سیمو کې یا خو موبایل نیټ ورک شته نه او یا دومره کمزوری دی چې خلک پرې عادي ټیلیفون هم نه شي کولی۔ هغه وویل چې د انټرنېټ خراب نظام د زده کوونکو، کاروباري خلکو، مسافرو او عامو خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی۔
هغه زیاته کړه چې د واڼا او شاوخوا سیمو کې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسي د فېسبوک سروس هم سم نه دی روان، چې له امله یې د خلکو د رابطو او آنلاین کارونو ستونزې نورې هم سېوا شوې دي۔
احمد وزیر وویل چې نن سبا موبایل نیټ ورک او انټرنېټ یوازې د اسانتیا خبره نه ده، بلکې د تعلیم، کاروبار، بېړنیو حالاتو او د ورځني ژوند بنیادي ضرورت ګرځېدلی دی، خو د ده په وینا د کوز سویلي وزیرستان خلک لا هم د دغو سهولتونو نه بې برخې دي۔
هغه د ضلعي انتظامیې، پاکستان ټیلي کمیونیکیشن ادارې او اړوندو موبایل نیټورک شرکتونو نه غوښتنه وکړه چې په وانا او د کوز سویلي وزیرستان په نورو سیمو کې دې د موبایل نیټ ورک او انټرنېټ د خراب نظام جدي نوټس واخلي او خلکو ته دې بهتره اسانتیاوې برابر کړي۔
چیئرمین احمد وزیر خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه هواره نه شوه نو ولس به د احتجاج لاره خپله کړي۔

ظفر وزير