د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت يو ځل بيا خپله کابينه پراخه کړې ده او د نوو وزيرانو، سلاکارانو او خصوصي مرستيالانو په شاملېدو سره د صوبايي کابينې شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی۔

 

په ګورنر هاوس پېښور کی ،د مې په ۱۶مه، شوې دستورې پر مهال پنځو نوو وزيرانو د خپلو عهدو حلف واخسته۔ په دوي کی شکیل خان، عارف احمدزی، شفيع جان، طارق آرياني او نذير عباسي شامل دي۔

 

د سرکاري معلوماتو ترمخه، موجوده کابينه کی اعلا وزير سره ۱۷ صوبايي وزيران، ۶ سلاکاران او ۸ خصوصي مرستيالان شامل دي۔ د نوو غړو محکمی به وروسته اعلانولی شي۔

 

سياسي شنونکي وايي، په صوبه کی د کابيني پراخېدو يو مهم مقصد د ګوند دننه سياسي توازن ساتل، د بېلابېلو سيمو استازيتوب يقيني کول او ناراضه غړي مطمينول دي۔

 

خو بل اړخ ته د حکومت مخالف ګوندونه او ځيني اقتصادي ماهرين وايي چې د مالي ستونزو سره مخ صوبه کی د کابيني غټوالی د سرکاري خرڅونو زياتېدو سبب ګرځي۔ دوي وايي چې وزيرانو او سلاکارانو ته تنخواګانو سره سرکاري ګاډي، دفترونه، عمله او امنيتي اسانتياوې هم ورکول کېږي چې ورباندې د خزانې بوج زياتېږي۔

 

د خېبرپښتونخوا حکومت تر اوسه د نوې پراخې شوې کابيني د ټول خرڅ تفصيلي شمېرې نه دي جاري کړي، خو حکومت وايي چې دا ګام د انتظامي چارو لا ښه کولو لپاره اخستل شوی دی۔