پولیس وایي، چې د بکاخېل سيمي په سردي خېل کلي کې ناڅرګنده وسلوالو د ويلج کونسل پخوانی چيئرمېن محمد زالي په ډزو وژلی دی.
د پوليسو په وينا، پېښه ،د مې په ۱۷مه، هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسلوالو په محمد زالي ناتاره ډزې وکړې او له بريد وروسته له سيمي وتښتېدل. چارواکي وايي، د وژل شوي کس مړی د قانوني کارروايۍ لپاره د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.
پوليس زياتوي چې د پېښې مقدمه درج شوې او د بريدګرو د نيولو لپاره پلټنې روانې دي.
بلخوا د سيمي خلکو پر دې پېښه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته يې غوښتنه کړې ده، چې د امنيت د ټينګښت لپاره دې جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

صفدر داوړ