د کوز سویلي وزیرستان د واڼا تحصیل په ‘توې خوله زرملن’ سیمه کی د سختو طوفاني بارانونو او سیلابي اوبو له امله ولاړ فصلونه او کرنیز نظام ته درانه زیانونه ور اوښتي دي.

 

سیمه ییزو سرچینو شال نیوز ته ویلي، چې د بارانونو له امله تربوز، مالوچ، غنم، ټماټر، مونګ پھلي او نور موسمي فصلونه په بشپړه توګه تباه شوي دي، او په کروندو کی لګیدلي سولر سسټمونه هم د اوبو لاندې شوي او زیاتره ناکاره شوي دي۔

 

ځایي کروندګر وایي چې دې ناڅاپي قدرتي افت هغوي له سختو مالي ستونزو سره مخ کړي دي۔ د سیمي د خلکو په وینا، ګڼ شمېر کروندګر لا له وړاندې د قرضونو تر بوج لاندې وو او د روان موسم فصلونو ته یې د خپل اقتصاد د ښه کېدو هیله لرله، خو د فصلونو تباهۍ د هغوي ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي۔

 

 

د واڼا د کرونګرو په ځمکو د باران له امله سولر سسټمونو ته زیان رسېدلی دی | انځور شال نیوز / ظفر وزیر

 

 

یو سیمه ییز اوسېدونکي شال نیوز ته وویل، چې تر دې دمه نه د امدادي ادارو کومه ډله سیمي ته رسېدلې او نه هم د زیانونو د اندازې لپاره باقاعده سرکاري سروې پېل شوې ده.

 

اغېمنو خلکو د قامي اسمبلۍ غړي زبیر خان وزیر، د صوبایي اسمبلۍ غړي عجب ګل وزیر، ضلعي انتظامیې او د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) نه غوښتنه کړې چې زر تر زره دې اغېزمنو سیمو ته سروې ډلې واستوي او زیانمنو کروندګرو ته دې بېړنۍ مالي مرسته ورکړل شي۔

 

سیمه ییز خلکو خبرداری ورکړو، چې که حکومت سمدستي ګامونه پورته نه کړل، نو راتلونکو ورځو کی به د سیمي معاشي وضیعت نور هم خراب شي او ګڼ شمېر کورنۍ به د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي۔