د بنو پولیس وایي، چې د فتح خېلو په پولیس پوستې باندې شوي برید نه پس په تېر دوه اویا  ساعتونو کی شویو عملیاتو او نښتو پر مهال ټول ټال اوولس وسلوال وژل شوي دي، خو لا هم د دغو عملیاتو د ځایونو، د وژل شویو کسانو د کره پېژندګلو او د پېښو د خپلواکه تصدیق په اړه ګڼې پوښتنې موجودې دي۔

 

د بنو ریجن د پولیسو دفتر له خوا جاري شوي بیان کی ویل شوي، چې د برید په لومړیو شیبو کی وسلوالو د چاودېدونکو موادو نه کار اخیستی وو، خو پر پوسته موجود پولیس سرتېرو د ژوبلېدو باوجود سخت ځواب ورکړی وو۔

 

پولیس دعوه کوي چې د برید پر مهال دولس وسلوال وژل شوي وو او د هغوي ملګرو مړي له ځان سره وړي دي۔ وروسته بیا د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیاتو کی نور پینځه کسان هم وژل شوي دي، چې ورسره د وژل شویو شمېر اوولسو ته رسېدلی دی۔

 

خو تر اوسه چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه کسان په کومو سیمو کی، په څه ډول عملیاتو کی او د کومو شواهدو پر بنیاد وژل شوي دي همداراز د وژل شویو کسانو د خپلواکه پېژندګلو یا د پېښو د بې پرې تصدیق په اړه هم څه نه دي ویل شوي۔

 

پولیس وایي، په وژل شویو کسانو کی حیات الله ولد خان ګل شامل دی چې د ځانمرګي رکشې جوړولو تور پرې لګېدلی وو، او مولانا صدام ولد شاپول د سویلي وزیرستان د شکۍ اوسېدونکی هم په وژل شویو کی شامل دی۔

 

د سیمي یو شمېر اوسېدونکي او شنونکي پوښتنه کوي چې که امنیتي ادارو ته د وسلوالو د اوسېدو ځایونه او د هغوي د شبکو په اړه دومره معلومات موجود وو، نو بیا برید تر ترسره کېدو وړاندې د مخنیوي لپاره څه ګامونه پورته شوي وو۔

 

په سیمه کی د وروستیو عملیاتو پر مهال د کور په کور چاپو او پلټنو راپورونه هم مخې ته راغلي دي، خو پولیسو د دغو عملیاتو د څرنګوالي او نیول شویو کسانو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی۔

 

د بنو ضلعي پولیس مشر یاسر افریدي د ژوبل شوو سرتېرو د زړورتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د وسلوالو پر ضد به عملیات روان ساتلی شي۔

 

بلخوا د بنو ریجن پولیس مشر سجاد خان ویلي، چې د امن د ټینګښت لپاره به “هر ممکن ګام” پورته کولی شي او د وسلوالو پر ضد به کارروایانې دوام لري۔

 

تر اوسه کومې خپلواکې سرچیني د پولیسو د دعوو پخلی نه دی کړی، او نه هم وسلوالو ډلو په رسمي توګه د پولیسو د وروستیو عملیاتو په اړه څه ویلي دي.