د شانګلی د کان کيندونکو د خير ښېګړې د تنظيم جنرل سېکرټري ،عابد يار، شال نيوز ته ویلي، چې د کوهاټ ضلعې د دره آدم خېلو په اخوروال سيمه کی د سکرو په يو درنګ کی د ملبې پرېوتو له امله د شانګلې يو کان کيندونکی مړ او بل ژوبل شوی دی۔

 

هغه وويل چې دغه پېښه ،د مې په ۱۷مه، د ماسپښين شاوخوا يوه بجه د “پينځه ستوري سيدابي” په نوم درنګ کی مخې ته راغله۔ د هغه په وينا، دوه مزدوران د سکرو راويستلو پر مهال د ملبې لاندې شوي وو۔

 

عابد يار وويل چې د ژغورنې چارې تر دوو ساعتو زيات وخت روانې وې او د ماسپښين شاوخوا درې بجې د محمدزاده په نوم د يو مزدور جسد له درنګ نه راويستل شو۔ نوموړی د شانګلې اوسېدونکی وو، خو په سوات کی مېشت وو۔ د هغه جنازه د پېښې په سيمه کی ادا کړل شوه او وروسته يې جسد خپل پلرني کلي ته ولېږدول شو۔

 

د هغه په خبره، دويم مزدور معمولي ژوبل شوی او روغتيايي حالت يې د خطر نه بهر دی۔ نوموړي زياته کړه چې د درنګ دننه د خرابو حالاتو له امله د ژغورنې کارونو ته ستونزې جوړې شوې۔

 

پاکستان کی د سکرو په درنګونو کی د حفاظتي سهولتونو کمښت، زهرجنو ګېسونو، د ملبې پرېوتو او چاودنو پېښې هر کال د لسګونو مزدورانو ژوند اخلي۔ د مزدورانو د حقونو لپاره کار کوونکي تنظيمونه وايي چې په زياترو درنګونو کی د هوا د تېرېدو مناسب نظام، د ګېس معلومولو الات، حفاظتي سامان او بېړني طبي سهولتونه نه وي موجود۔

 

د شانګلې زرګونه مزدوران د روزګار لپاره د بلوچستان، سندهـ او دره آدم خېل سکرو درنګونو ته ځي۔ سيمه ييز فعالان وايي چې په تېرو څو کلونو کی د شانګلې ګڼ شمېر کان کيندونکي د پاکستان په بېلابېلو درنګونو کی د پېښو ښکار شوي دي۔

 

د مزدورانو تنظيمونو له حکومته غوښتنه کړې چې د درنګونو د حفاظت لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي، مزدورانو ته دې حفاظتي سامان او طبي اسانتياوې برابرې کړي او د مرګ ژوبلې د پېښو د مخنيوي لپاره دې د قانون عملي کېدل يقيني کړي۔