د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې له خوا په جاري شوي اعلامیه کی ویل شوي، چې د صوبې په بېلابېلو سیمو کی په دې وروستیو کی د ناامنۍ پېښې، هدفي بریدونه، د امنیتي ځواکونو خلاف حملې او د ولسي غونډو پر مهال د ګډوډۍ اندېښنې زیاتې شوې دي، چې له امله یې حکومت د احتیاطي ګام په توګه په ټوله صوبه د ۱۴۴مې دفعې د نافذولو پرېکړه کړې ده۔
د اعلامیې ترمخه د وسلو په ښکاره ګرځولو او استعمال، پر موټرسايکل د دوه کسانو په سورلۍ، په ګاډو کی د تورو ښیښو په استعمال، د بې رجسټر موټرسايکلونو په تګ راتګ، د پینځو یا تر دې د زیاتو کسانو په غونډو، جلسو، لاریونونو او ریلیانو بندیز لګول شوی دی۔
حکومت په عامه ځایونو کی د ماسک، مفلر او یا د مخ پټولو په نورو طریقو هم بندیز لګولی او ویلي یې دي چې امنیتي ادارو ته د شکمنو کسانو په پېژندنه کی ستونزې جوړېږي.
حکومت وايي دا ګامونه ځکه پورته شوي چې اکثره وخت په بریدونو کی د بې نمبره موټرسايکلونو، پټو مخونو او غیر معلومو کسانو د استعمال راپورونه مخې ته راغلي دي۔
بلوچستان له تېرو څو کلونو راهیسي د وسلوالو ، بمي چاودنو او د بېلتون غوښتونکو ډلو د بریدونو سره مخ پاتې شوی دی۔ په دې وروستیو میاشتو کی هم د کوټې، مستونګ، نوشکي او د صوبې په نورو برخو کی د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو پرضد بریدونه شوي وو، چې له امله یې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره دا سخت اقدامات کړي دي۔
د کورنیو چارو محکمې ویلي چې دا امرونه سمدستي نافذ شوي او د راتلونکو دېرشو ورځو پورې به عملي وي۔ حکومت خبرداری ورکړی چې د دغو امرونو سرغړونه کوونکو پر ضد به قانوني کارروایي کولی شي۔

نعيم اچکزئي