ځایي سرچیني وایي، چې د غزني خېل تحصیل په کوټکه نظر شاه ډګر کلي سیمه کې  ،د مې په ۱۷مه، د شپې هغه مهال زوروره چاودنه وشوه چې د امنیتي ځواکونو یوه قافله له دغه سیمي تېرېده.

 

د سرچینو په وینا، بارودي مواد د سړک پر غاړه د یوه پله لاندې ځای پر ځای شوي وو، چې د چاودنې له امله یې د سیمي فضا ولړزوله او د چاودنې غږ تر لرې سیمو واورېدل شو. د پېښې وروسته د سیمي په خلکو کی ویره او اندېښنه خپره شوه.

 

د لکی مروت او شاوخوا سیمو کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر قافلو او پوستو د بریدونو پېښې زیاتې شوې دي، خو په ډېرو مواردو کې د بریدونو ذمه واري سمدستي نه اعلانېږي.

 

تر اوسه د دې چاودنې له امله د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. امنیتي سرچیني وایي، چې د پېښې وروسته یې سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پېل کړې دي، خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید ذمه واري نده منلې.