ځایي سرچینو ویلي، چې د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د وانډه زولو په سیمه کی ناڅرګنده وسلوالو د ځنګلي ژوو د محکمې یو سرکاري کارکوونکی په ډزو وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دل جان، د اسماعیل زوې، چې په پتو خان مشهور و، د خپلې دندې پر مهال تر برید لاندې راغی. سرچیني وایي، چې وسلوالو په هغه ډزې وکړې او وروسته یې مړی د اکبري اډې سره نزدې وغورځولو.
وژل شوی کس د بریم خېل قام او د درکي میخاني کلي اوسېدونکی و، چې د جنازې مراسم یې ،د مې په ۱۸مه، سهار په درکي میخاني کلي کی ترسره شو.
په قبایلي ضلعو کی په وروستیو کلونو کې د امنیتي سرتېرو او پولیسو تر څنګ، د صحت، ژغورنې او نورو سرکاري ادارو کارکوونکي هم د هدفي بریدونو ښکار شوي دي.
یاده مو وي چې ،د مې په ۴مه، د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکی هم په بنو کې په یو هدفي برید کې وژلی شوی و.
په ګڼو پېښو کی وسلوالو د دا ډول بریدونو ذمه واري نه ده منلې، او تر اوسه د دې برید ذمه واري هم چا نه ده منلې، خو پولیس وایي چې د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي.

شال نیوز