د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې په يو شمېر سيمو کې خلکو خپلو ماشومانو ته د پولیو يا ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی، او ويلي يې دي چې تر هغو به د پولیو ضد روان کمپاين نه مني، ترڅو چې حکومت د دوي غوښتنې نه وي منلې۔
د سيمي مشرانو ويلي، چه د پولیو ضد څاڅکو نه انکار کوونکو سیمو کې تختي خېل، وانډه امير، سالار خېل، لنډ احمد خېل، وانډه رحمانه، ټپ تختي خېل او حافظ آباد شاملې دي.
د احتجاج کوونکو په وينا، دوي خپلې غوښتنې څو ځله ضلعي انتظاميې ته وړاندې کړې دي، خو تراوسه پرې عملي ګامونه نه دي پورته شوي۔
د تختي خېل قامي مشرانو غوښتنه کړې، چې په سيمه کې دې نيمګړي پرمختيايي کارونه بشپړ کړل شي او د ګېس پايپ لاين دې ولګول شي۔ دوي تور پورې کړی، چې ضلعي انتظاميې، په ځانګړي ډول ډپټي کمشنر، ورسره څو ځله ژمنې کړې دي خو عملي کړې يې نه دي۔
بل لور ته د وانډه امير، سالار خېل او نورو سيمو اوسېدونکو د موبایل نيټ ورک د خراب وضعيت پر ضد هم احتجاج کړی دی۔ د سيمي خلکو ويلي چې د موبایل سګنل د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي، او څو څو ځله يې ضلعي انتظاميې ته شکايتونه کړي، خو تراوسه يې ستونزه نه ده هواره شوې۔
د سيمې يو مشر وويل: “دا د ټېکنالوجۍ دور دی، خو زموږ خلک لا هم د موبایل له بنيادي سهولت نه محرومه دي۔ که حکومت زموږ غوښتنې پوره نه کړې، خپلو ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکي ور نه کړو.”
تر دې دمه ضلعي انتظاميې د خلکو د دغو تورونو او غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي۔
پاکستان او افغانستان دا مهال د نړۍ يوازيني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس موجود دی۔ د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، په پاکستان کې د پولیو ۳۱ پېښې ثبت شوې وې، چې زياتره يې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې مخې ته راغلې وې، په داسې حال کې چې افغانستان کې هم د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوې وې۔
د پاکستان د پولیو ضد پروګرام چارواکي وايي، يوازې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په کمپاين کې له څلور لکه زيات روغتيايي کارکوونکي ګمارل شوي وو او شاوخوا پينځه څلوېښت ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي۔
د پاکستان حکومت، روغتيا نړيوال سازمان، يونيسف او نورو نړيوالو ادارو له خوا د پولیو د ختمولو لپاره په تېرو څو لسيزو کې اربونه ډالر لګول شوي، خو بيا هم په ځينو سيمو کې د امنيتي ستونزو، ناسمو افواهاتو، د خلکو بې باورۍ او د بنيادي اسانتياوو د نشتوالي له امله دا ناروغي لا نه ده ختمه شوې۔
روغتيا پوهان وايي، ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو نه ورکول کولای شي هغوي له يوې داسې ناروغۍ سره مخ کړي چې علاج نه لري او يوازې واکسين يې مخنيوی کولای شي۔

غلام اکبر مروت