د ملي جمهوري غورځنګ ،د مې په ۱۹مه، نېټه په پېښور کې د کېدونکې مرکزي غونډې د وروستيو تياريو د جاج اخيستو لپاره د ګوند د مشر محسن داوړ په مشرۍ يوه مهمه غونډه شوې ده۔

 

د ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې غونډه د خېبر پښتونخوا د صوبايي مشرې بشرا ګوهر په کور کې ترسره شوې، چې پکې د مرکزي غونډې د انتظاماتو، د ګډونوالو د هرکلي، امنيتي تياريو، د استازو د ګډون او نورو تنظيمي چارو په اړه تفصيلي خبرې شوې دي۔

 

خبرپاڼه زياتوي چې په غونډه کې د صوبې د بېلابېلو سيمو نه د ګوند د غړو او استازو د ګډون تيارۍ هم وڅېړل شوې۔

 

د نېشنل ډېموکراټيک موومنټ مشران وايي، د مې د ۱۹مې مرکزي غونډه کې به د هېواد په سياسي حالاتو، د امن وضعيت، جمهوريت، بشري حقونو او د پښتنو سيمو په روانو ستونزو بحث کېږي۔