عبدالغنی برادر ،د مې په ۱۹مه، په کابل کې د ابو علي سينا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیست، او ویې ویل چې د افغانستان د درملو صنعت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس د هېواد د درملو د اړتیاوو یوه مهمه برخه له کورني تولید څخه پوره کېږي.
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې د بهرنیو اقتصادي بندیزونو او فشارونو پر وړاندې د مقاومت تر ټولو اغېزمنه لاره د کورني تولید پیاوړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه چې د وارداتي درملو د کمېدو له امله د هېواد د درمل جوړونې سکټور په چټکۍ سره وده کړې او خلک په زیاتېدونکي ډول له کورنیو تولیداتو څخه استفاده کوي.
برادر ټینګار وکړ چې د درملو په برخه کې اوسني پرمختګونه د هېواد د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي. هغه د درمل جوړونې له فابریکو وغوښتل چې خپل تولیدات لا معیاري کړي او د نړیوالو معیارونو مطابق یې پراخ کړي.
نوموړي دغه نندارتون د درملو د صنعت د ودې لپاره مهم وباله او له روغتیايي چارواکو، رنځپوهانو او عامو خلکو یې وغوښتل چې پر کورنیو درملو باور وکړي. هغه همداراز له درمل پلورونکو غوښتنه وکړه چې د احتکار او مصنوعي بیو لوړولو څخه ډډه وکړي، او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د نرخونو د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
اقتصادي مرستیال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او ډاډ یې ورکړ چې حکومت د پانګونې د پروسو د ساده کولو او د برېښنايي نظامونه د رامنځته کولو لپاره کار کوي.
برادر وویل چې د افغان حکومت یوازې پر کورني اقتصاد تمرکز نه کوي، بلکې هڅه کوي چې له سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د هغه په وینا، له ګاونډیو او د سیمي له هېوادونو سره اقتصادي تعاملات په وروستیو کې زیات شوي دي.
په څلور ورځني ابو علي سينا بلخي نندارتون کې لسګونو درمل جوړونکو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. د چارواکو په وینا، دا مهال په افغانستان کې ۱۳۴ د درملو تولیدي فابریکې فعالې دي، چې ۱,۱۷۰ ډوله درمل تولیدوي.
په دې صنعت کې ټولټال ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه شوې ده، او کورني تولیدات اوس د هېواد د درملو د اړتیا شاوخوا ۳۸ سلنه پوره کوي. دا کچه اته میاشتې مخکې ۲۵ سلنه وه، چې د کورني تولید د چټک پرمختګ څرګندونه کوي.

بریال منګل