د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې ۲۵۰ بزګرانو ته د کرنیزو حاصلاتو د خوندي ساتنې او د غنمو تاوانونه د کمولو په موخه سیلوګانې، د فصل د رېبلو ماشینونه او ترپالونه ووېشل، او ورسره یې تخنیکي روزنه هم ورکړه.
دغه نوښت د دې لپاره ترسره شوی چې بزګران وکولای شي خپل حاصل له سېم، باران او ناسمې زېرمه کولو څخه خوندي وساتي، د حاصل د راټولولو بهیر چټک کړي او د غنمو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
د سره صلیب چارواکي وایي، پخوا به د غنمو د رېبلو او راټولولو چارې د بزګرانو لپاره سختې او وخت خوړونکې وې، او کله به یې څو اوونۍ وخت نیوه، خو اوس د ورکړل شویو وسایلو او عملي روزنې په مرسته دغه کار په څو ورځو کې په اغېزمن او معیاري ډول ترسره کېدای شي.
د کرنې شعبه د افغانستان د کلیوالو سیمو لپاره د عاید او خوړو مهمه سرچینه ده. په داسې حال کې چې اقلیمي بدلون، وچکالي او اقتصادي ستونزو د بزګرانو پر تولیداتو فشار زیات کړی، دا ډول مرستې کولی شي د کورنیو د خوړو خوندیتوب پیاوړی او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي.
یو شمېر بزګران وايي چې د نویو وسایلو او روزنې ترلاسه کول به نه یوازې د دوي د کار لګښتونه راکم کړي، بلکې د حاصلاتو کیفیت او بازار ته د رسېدو وړتیا به هم لوړه کړي.
سره صلیب ټینګار کړی چې د کرنیزو ټولنو ملاتړ د دې ادارې د بشري مرستو مهمه برخه ده او موخه یې دا ده چې زیانمنې کورنۍ په اوږدمهال ډول پر خپلو پښو ودریږي.

بریال منګل