ځایي سرچینو ویلي، چې د سویلي وزیرستان د شکئ تحصیل په سیمه کې د ډېره اسماعیل خان څخه راغلی یو مسافر وړونکی ټرک د ترافیکي پېښې ښکار شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

 

د سرچینو په وینا، په ټرک کې د ملک عزیز خان وزیر خوجل خېل کورنۍ سپره وه. د پېښې نه پس ژوبل کسان سمدستي د درملنې لپاره سول روغتون ته لېږدول شوي دي. د سرچینو لمخې، په ژوبلو کې د لږ تر لږه ۵ کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

 

د پېښې نه پس ځایي اوسیدونکو د حکومت، ضلعي ادارې او د صوبايي او قامي اسمبلۍ غړو نه غوښتنه کړې ده، چې په شکئ کې د جوړېدونکي ریسکیو ۱۱۲۲ دفتر چارې دې زر تر زره بشپړې کړي.

 

د ځایي خلکو په وینا، که په شکئ کې د بیړنیو مرستو دغه مرکز فعال وای، نو ژوبلو ته به پر وخت لومړنۍ طبي مرستې رسېدلې وای.