د افغانستان د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ويلي دي، چې د ۱۴۰۵ کال د وري (اپریل) او غويي (مې) په مياشتو کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د نږدې شپږ زره بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

 

د يادې ادارې له خوا ،د جون په ۳مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دغو دوو مياشتو کې ټولټال ۵ زره او ۷۵۶ بهرني وګړي د افغانستان د رسمي سرحدي لارو او هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي يا له هېواده وتلي دي.

 

د شمېرو له مخې، په دې موده کې د ۱۰۸ ښځو په ګډون ۲ زره او ۹۹۵ بهرني وګړي افغانستان ته داخل شوي دي. همدارنګه د ۷۴ ښځو په ګډون ۲ زره او ۷۶۱ نور بهرني وګړي له افغانستانه وتلي دي.

 

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د دغو کسانو د هېوادونو، د سفر د موخو او د تګ راتګ د لارو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي. خو په وروستيو کلونو کې افغانستان ته د بهرنيانو د سفرونو يوه لويه برخه د سوداګرۍ، مرستندويه فعاليتونو، ډيپلوماتيکو اړيکو او سيلګرۍ سره تړلې بلل کېږي.

 

افغانستان د زرګونو کلونو تاريخ، لرغونی تمدن او بډایي کلتوري ميراث لري. د هېواد په بېلابېلو سيمو کې داسې تاريخي او لرغوني ځايونه شته چې د سيمي او نړۍ د تاريخ مهمې نښې ګڼل کېږي.

 

د باميان دره، د بلخ لرغونی ښار، د هرات تاريخي کلا، د غزني منارې او د کابل زاړه تاريخي ځايونه هر کال د ګڼو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پام ځان ته را اړوي.

 

د تاريخي ځايونو تر څنګ، د افغانستان طبيعي ښکلا هم د سيلګرۍ لپاره ځانګړی اهميت لري. د بدخشان غرونه، د نورستان شنې درې، د پنجشير ښکلي منظرې، د بند امير طبيعي جهيلونه او د هېواد ګڼ نور غرنيز او تفريحي ځايونه د سيلګرۍ د ودې لپاره مهم امکانات ګڼل کېږي.

 

کارپوهان وايي، که د امنيت ترڅنګ د سيلګرۍ، ترانسپورټ، هوټلونو او نورو اسانتياوو په برخو کې پانګونه زياته شي، افغانستان کولی شي د سيمي د مهمو سيلګريزو مرکزونو له ډلې شي او د سيلګرۍ له لارې د عايداتو او کاري فرصتونو په پيدا کولو کې مهم رول ولوبوي.

 

د احصايې او معلوماتو ملي اداره په منظم ډول د نفوس، کډوالۍ، سوداګرۍ او سرحدي تګ راتګ اړوند شمېرې خپروي، چې د اقتصادي او ټولنيزو پاليسيو په جوړولو او ارزونه کې ترې ګټه اخيستل کېږي.