د ډله ییز امنیت د تړون سازمان چارواکو ویلي دي، چې په افغانستان کې د نړیوالو او سیمه ییزو سختدریځو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا او شاوخوا سیمو د امنیت او ثبات لپاره یوه جدي اندېښنه ده.
په مسکو کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال د سازمان سرمنشي، تالاتبیک ماسادیکوف، وویل چې په سیمه او نړۍ کې د سیاسي او ستراتیژیکو سیالیو له پراخېدو سره په افغانستان کې د ناامنۍ او شخړو د زیاتېدو احتمال هم ډېر شوی دی.
نوموړي وویل، د افغانستان امنیتي وضعیت نور یوازې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه نه ده پاتې، بلکې د سیمي پر امنیت او ثبات هم اغېز لرلی شي.
د سازمان د ګډو ځواکونو مشر، جنرال اندري سیرډیوکوف، هم غونډې ته ویلي دي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو سختدریځو ډلو شتون د دې اندېښنې سبب ګرځېدلی دی چې د ترهګرۍ ګواښ د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم وغځېږي.
روسیې او د هغې متحدو هېوادونو له دې وړاندې هم څو ځله اندېښنه ښودلې ده چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې، القاعدې او د منځنۍ اسیا د ځینو نورو وسلوالو ډلو غړي موجود دي. د دغو هېوادونو د امنیتي ارزونو له مخې، یادې ډلې لا هم د فعالیت او د نویو کسانو د جذب وړتیا لري.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د ډله ییز امنیت د تړون سازمان په وروستۍ غونډه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت ټینګار ښيي چې د سازمان غړي هېوادونه لا هم د خپلو سویلي پولو د امنیت په اړه اندېښمن دي. د دوي په باور، ښیي دغه سازمان په ځانګړي ډول د تاجکستان او قرغزستان پر پولو امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.
بلخوا، د طالبانو حکومت تل دا ډول اندېښنې رد کړې دي. د کابل چارواکي وايي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او چاته به اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
د طالبانو حکومت په وینا، امنیتي ادارې د هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات کوي او د ټول هېواد امنیت تر کنټرول لاندې ساتي.

شال نیوز