د افغانستان د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ۲۰۲۶ کال په موسم کې د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې پر ۲۹۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرلی شوې دي او اټکل کېږي چې شاوخوا ۸۲۶۵ ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.

 

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال د هندواڼو تولید د تېر کال په پرتله شاوخوا اووه سلنه زیات شوی دی. چارواکي د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د اصلاح شویو تخمونو کارول، د نباتي ناروغیو پر وخت مخنیوی او بزګرانو ته د کرنیزو متخصصینو له لوري د فني مشورو وړاندې کول بولي.

 

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال په قرغیو ولسوالۍ کې له ۲۸۰ هکټاره ځمکې څخه ۸۲۵۸ ټنه هندواڼې راټولې شوې وې.

 

کرنیز مسؤلین وایي، د هندواڼو د تولید زیاتوالی نه یوازې د کرنیز سکتور د ودې نښه ده، بلکې د سیمپ د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

 

د دوي په وینا، سلګونه ځوانان په مستقیم ډول د هندواڼو په پالیزونو کې پر کار بوخت دي، او زرګونه نور د لېږد، پلور او سوداګرۍ له لارې غیر مستقیم عاید ترلاسه کوي.

 

د لغمان هندواڼې د کیفیت، تازه والي او مناسبې بیې له امله د دې ولایت ترڅنګ د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو په بازارونو کې هم پراخ بازار لري.

 

بلخوا، د لغمان اوسېدونکي وایي چې د دوي په ولایت کې تولید شوې هندواڼې د ګاونډیو هېوادونو د وارداتي هندواڼو په پرتله خوندورې، تازه او ارزانه دي، چې له همدې امله د اخیستونکو پام ځانته را اړوي.

 

د یادونې وړ ده چې دا مهال د لغمان په کچه د هندواڼو ټول کرنیز فعالیتونه په قرغیو ولسوالۍ کې متمرکز دي او د روان کال ټول ۲۹۰ هکټاره کرنیزه ساحه هم په همدې ولسوالۍ کې تر کښت لاندې راغلې ده.