په کرمه ضلعه کې د محرم الحرام د سوله ييز ترسره کېدو لپاره د قبایلي مشرانو یوه ستره جرګه ترسره شوه چې پکې د کوهاټ کمشنر او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ۔ ګډونوالو د امن او نظم د ساتنې لپاره له امنیتي ځواکونو او ضلعي ادارې سره د بشپړې همکارۍ اعلان وکړ.
جرګې د ټولنیزو رسنیو له لارې د فرقه ییز نفرت د خپرولو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه هم وکړه او د تلپاتې سولې پر اهمیت یې ټینګار وکړ۔
تفصيل د مصطفې خان په دې راپور کې وګورئ.

مصطفی خان