د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان د پېښور سنټرل جېل دوره کړې او د جېل د بېلابېلو برخو کتنه يې کړې ده. نوموړي د نشه يي توکو د بحالۍ مرکز، کتابتون، جېل انډسټري، فني روزنيز مرکزونه او د ناروغانو وارډ يې وکوت، او د بنديانو له ستونزو خبر شو.
تفصیل د سلمان یوسفزي په دې ویډیو راپور کې وګورئ.