د بنو ضلعې د ډومېل تحصيل د ناله کاشو سيمي سره نزدې د يوې کورنۍ د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي. پوليس وايي ناڅرګنده وسلوالو دغه کسان په ډزو وژلي او د پېښې پلټنې يې پېل کړې دي.

 

د پوليسو په وينا، وژل شويو کسانو کي عبدالرووف عرف کاکا وزيرستانی، د هغه دوه زامن او يو وراره شامل دي. د پېښې له خبر وروسته پوليس او د رېسکيو ۱۱۲۲ کارکوونکي سيمي ته ورسېدل او مړي يې د قانوني کارروایۍ لپاره روغتون ته ولېږدول.

 

د ډومېل پوليسو د پېښې مقدمه د ايس اېچ او په مدعيت ثبت کړې ده. پوليس وايي د وژنې د علتونو او په پېښه کي د ککړو کسانو د پېژندنې لپاره له بېلابېلو اړخونو پلټنې روانې دي.

 

ځايي سرچيني وايي ،عبدالرووف عرف کاکا وزيرستانی، د امنيتي ادارو ملاتړی ګڼل کېده، خو تر اوسه کومې سرکاري ادارې په دې اړه رسمي بيان نه دی ورکړی. پوليس وايي د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به نور معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

 

شال نيوز په خپلواکه توګه د دې دعوې پخلی نه شي کولی چې وژل شوی عبدالرووف عرف کاکا وزيرستانی د امنيتي ادارو ملاتړی وه.