په پېښور هایکورټ کې نن ،د جون په ۱۶مه، په ټک ټاک د مبینه فحش او غیراخلاقي موادو د مخنیوي په اړه په ورکړی شوي خواست اورېدنه وشوه.
د اورېدنې پر مهال د خواست کوونکي وکیل ،بېرسټر بابر شهزاد، عدالت ته وویل چې په ټک ټاک کې هره ورځ په لویه کچه غیراخلاقي مواد خپرېږي، چې د ټولنې او ،په ځانګړي ډول، د ځوان کول پر ذهنونو منفي اغېز کوي.
د اورېدنې پر مهال د پاکستان ټېلي کمېونیکېشن اتھارټۍ (پي ټي ای) وکیل دریځ خپل کړ چې د غیراخلاقي موادو خپروونکو اکونټونو پر ضد اقدامات روان دي او تر دې دمه په زرګونو هغه اکونټونه بلاک شوي دي چې غیراخلاقي مواد ترې خپرېدل.
په دې موقع جسټس اعجاز انور د ریمارکس پر مهال پوښتنه وکړه چې کله حکومت کوم سیاسي پوسټ لرې کول غواړي نو لرې یې کړي، نو بیا د غیراخلاقي موادو په لرې کولو کې څه ستونزه ده؟
د دغې پوښتنې په ځواب کې د پي ټي ای وکیل عدالت ته وویل چې د ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونو د څارنې لپاره نوې سوشل مېډیا پروټیکشن اېنډ ریګولیټري اتھارټي جوړه شوې ده، نو ځکه باید په دې اړه له یادې ادارې څخه راپور وغوښتل شي.
له دې وروسته عدالت د سوشل مېډیا پروټیکشن اېنډ ریګولیټري اتھارټۍ ته نوټس جاري کړ او په راتلونکې اورېدنه کې یې عدالت ته د راپور وړاندې کولو امر ورکړ.

سلمان یوسفزی