د خېبر ضلعې ټرانسپورټرانو په افغانستان کې له تېرو نهو میاشتو راهیسي د بند پاتې پاکستاني ټرکونو د بېرته ستنېدو په ځنډ ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دړکه یې ورکړی ده چې که تر سبا پورې ستونزه هواره نه شي، نو د احتجاج په توګه به د پاک ـ افغان لویه لاره د افغان کډوالو د موټرو د تګ راتګ په وړاندې وتړي.
د خېبر ضلعې پرېس کلب کې ،د جون په ۱۶مه، د یوې خبري غونډې پر مهال د ټرانسپورټرانو مشرانو رحمان زیب اپریدي، بلاول اپریدي او همایون شینواري وویل چې تېره اوونۍ د پېښور کمېشنر ریاض محسود په مشرۍ د کمېشنر په دفتر کې د افغان قونسلګرۍ استازو او اړوندو چارواکو ترمنځ یوه جرګه شوې وه.
د دوي په وینا، په دغه جرګه کې پرېکړه شوې وه چې د جون له ۱۱مې نېټې به په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونو ته د تورخم پولې له لارې پاکستان ته د بېرته راتګ اجازه ورکول کېږي.
د ټرانسپورټرانو مشرانو وویل، چې له دې پرېکړې وروسته دوي د دواړو هېوادونو له چارواکو مننه کړې وه او هیله یې پیدا شوې وه چې ستونزه به زر حل شي، خو د جون ۱۱مه تېرېدو باوجود تر اوسه هېڅ یوې لارۍ ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
دوي ادعا وکړه چې اوسنی ځنډ د افغان حکومت له لوري رامنځته شوی او همدا لامل دی چې د ستونزې د حل په برخه کې عملي پرمختګ نه ترسترګو کېږي.
د ټرانسپورټرانو په وینا، د خېبر ضلعې تر ۶۰۰ زیات ټرکونه له تېرو نهو میاشتو راهیسي په افغانستان کې درېدلې دي، چې له امله یې د ټرکونو مالکان له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
هغوي وویل چې د ډېرو کورنیو یوازینۍ د روزګار سرچینه همدا ټرکونه دي او د اوږدې مودې راهیسي د کاروبار درېدلو له امله ګڼې کورنۍ د سختو اقتصادي ستونزو او د لوږې له وضعیت سره مخامخ دي.
د ټرانسپورټرانو مشرانو زیاته کړه چې د ستونزې د حل لپاره یې د افغان قونسلګرۍ په ګډون له بېلابېلو ادارو او فورمونو سره څو ځله رابطې کړې دي، خو تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه شوې.
دوي له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونو ته دې سمدستي د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي، ګنې ټرانسپورټران به خپل احتجاج نور هم پراخ کړي او د پاک ـ افغان لویه لاره به د افغان کډوالو د موټرو پر مخ وتړي.

ابراهیم شینواری