د سوات میډیکل کمپلکس هاوس افسرانو (روزنیز ډاکټرانو) ،د جون په ۱۶مه، په سوات پریس کلب کې د یوې خبري غونډې په مهال د خپلو تنخواګانو د زیاتوالي غوښتنه کړې، او دړکه یې ورکړی ده، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د جون په ۱۸مه به د روغتون د انتظامیې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړي.
هاوس افسرانو وویل چې د پاکستان میډیکل او ډېنټل کونسل د اصولو له مخې، د دویم زون په روغتونونو کې د هاوس جاب کوونکو ډاکټرانو لپاره میاشتنۍ تنخوا ۷۵ زره او ۶۰۰ روپۍ ټاکل شوې، خو دوي ته یوازې ۶۴ زره روپۍ ورکول کېږي. د دوي په وینا، ۶۴ زره روپۍ د لومړي زون لپاره ځانګړې شوې وې، چې پېښور هم پکې شامل دی.
د هاوس افسرانو په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره یې وفاقي محتسب ته مقدمې وړاندې کړې دي او پکې بریالي شوي دي. هغوي وویل چې د پاکستان میډیکل او ډینټل کونسل د روغتون انتظامیې ته د اصولو مطابق د تنخوا ورکولو سپارښتنه کړې ده، خو عمل پرې نه کېږي او انتظامیه دا معامله ځنډوي.
هغوي زیاته کړه چې د دې ستونزې له امله ټول ۷۲ هاوس افسران اغېزمن شوي دي، چې شاوخوا ۲۵ ښځینه ډاکټرانې هم پکې شاملې دي.
هاوس افسرانو دړکه ورکړه چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د جون په ۱۸مه د روغتون د انتظامیې پر ضد احتجاج وکړي.

عصمت علي اخون