ځایي سرچیني وایي، چې د بنو د منډان تاڼې اړوند د فیروز فتح خېل په سیمه کې ،د جون په ۱۶مه، د کواډ کاپټر له لارې مبینه برید شوی، خو ،د لومړنیو معلوماتو لمخې، پکې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

د سرچینو په وینا، په نښه شوي ځای کې هره د سیمي ځوانان د کرکټ، فوټبال او والیبال لوبې کوي او د لوبو د نندارې لپاره هم ګڼ شمېر خلک ورټولېږي.

 

د سرچینو په وینا، د برید پر مهال په سیمه کې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی، خو له پېښې وروسته د اوسېدونکو ترمنځ وېره او اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

ځایي خلکو ویلي دي چې په وروستیو کې په یاد ځای کې د ناڅرګنده وسلوالو د تګ راتګ راپورونه هم مخې ته راغلي وو، خو په دې اړه تر اوسه کومې حکومتي ادارې رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

 

له پېښې وروسته امنیتي ادارو او ځايي انتظامیې د سیمي وضعیت ارزول پېل کړي او د برید د نوعیت او نورو جزئیاتو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

 

ځایي اوسېدونکو غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزې پلټنې دې وشي او حقایق دې له ولس سره شریک کړل شي، څو په سیمه کې موجوده اندېښنې پای ته ورسېږي.

 

تر اوسه د پېښې په امنیتي ادارو او وسلوالو لخوا څه ندي ویلی شوي.