د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ویلي دي، چې د کوهاټ په شکردره سړک یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي دي او د یوې وسلوالې ډلې درې غړي یې وژلي دي.
سي ټي ډي په خپل بیان کې ویلي دي، چې یادو کسانو په سیمه کې یو غیرقانوني چیک پوسټ جوړ کړی و او د قانون پلي کوونکو ادارو د تګ راتګ د مخنیوي هڅه یې کوله.
د ادارې په وینا، د عملیاتو پر مهال وسلوالو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، چې وروسته یې امنیتي ځواکونو ځوابي کارروایي وکړه او درې واړه وسلوال یې ووژل.
سي ټي ډي وایي، د وژل شویو کسانو له ولکې درې کلاشنکوفونه، نهه مېګزینونه او ګڼ شمېر کارتوسونه هم ترلاسه شوي دي. پولیسو ویلي چې د وژل شویو کسانو د پېژندنې بهیر روان دی او د پېښې په اړه نورې پلټنې هم دوام لري.

غلام اکبر مروت