د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په میرعلي ـ بنو سړک د وسلوالو ډلو له خوا په بېلابېلو ځایونو کې د ناکه بندۍ پر مهال د درپه خېل قبیلي شاوخوا ۱۶ کسان له ګاډو ښکته کړل شوي او ناڅرګند ځای ته وړل شوي دي.
ځايي او حکومتي سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې دغه کسان د هرمز، عیسوړۍ او ځینو نورو سیمو په ګډون له بېلابېلو ځایونو څخه نیول شوي دي. د سرچینو په وینا، ناکه بندۍ د سهار شاوخوا اته بجې پېل شوې او تر غرمنۍ یوه بجې پورې یې دوام کړی دی.
سرچیني وایي، تر اوسه داسې کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي چې ګواکي دغه پېښه د وژنې یا تشدد له کومې پېښې سره تړاو ولري، بلکې ښکاري چې دا د یوې سیمه ییزې شخړې برخه ده.
د معلوماتو له مخې، د دې معاملې د هواري لپاره تر دې وړاندې هم څو ځله جرګې شوې دي. ویل کېږي چې وسلوالې ډلې ادعا کوي چې د خوزیايي او پلنګزۍ په سیمو کې د دوي وسلې له منځه تللې یا ترې اخیستل شوې دي.
د دوي غوښتنه دا ده چې یا دې وسلې بېرته ورکړل شي او یا دې یې تاوان ادا کړل شي، تر څو نیول شوي کسان خوشې کړل شي.
د سیمي اوسېدونکي وایي چې د پېښې له امله په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې ده. د درپه خېل قبیلي مشران هڅه کوي چې موضوع د جرګې له لارې هواره کړي او نیول شوي کسان خوندي راخوشي شي.
تر اوسه د یادو ادعاوو او غوښتنو په اړه د کومې خپلواکې سرچیني له خوا پخلی نه دی شوی، او نه هم د اړوندو چارواکو رسمي دریځ مخې ته راغلی دی.

صفدر داوړ