د بنو د منډان قبيلې مشرانو او قامي مخورو د يوې سترې جرګې پر مهال د تښتول شوي ځوان ،اسامه خان، د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې او تښتوونکو ته يې ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.

 

دا جرګه ،د جون په ۱۷مه، د ملک اکبر علي خان په مشرۍ د خواجه مد منډان په سيمه کې ترسره شوه، چې پکې د قبيلې مشرانو، سپين ږيرو او د بېلابېلو څانګو استازو ګډون کړی و.

 

جرګې ته د وينا پر مهال پخواني ناظم ملک خالد رياض خان وويل، چې اسامه خان د يوه سرکاري ټېکدار سره د مياشتې په ۱۵ زره روپۍ تنخوا د فيس راټولولو دنده ترسره کوله. د نوموړي په وينا، اسامه خان د جون په ۱۵مه د ميريان ګېټ په سيمه کې د خپلې دندې پر مهال د دوو وسلوالو کسانو له خوا وتښتول شو.

 

هغه زياته کړه، چې له پېښې وروسته د تښتول شوي له موبایل څخه د کورنۍ غړو او اړوند ټېکدار ته زنګونه شوي او د يو کروړ روپو تاوان غوښتنه پکې شوې ده. د ده په وينا، د ډي اېس پي سټي په موجودګۍ کې د موبایل موقعيت معلوم کړی شوی دی، چې د جاني خېلو د ملک شاهي سيمي نښه يې ښودلې ده.

 

ملک خالد رياض خان وويل، چې د تښتول شوي د خوشي کېدو لپاره له ضلعي انتظاميې، امنيتي ادارو او نورو اړوندو چارواکو سره بيا بيا تماسونه نيول شوي، خو تر اوسه کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، له همدې امله د راتلونکو ګامونو د ټاکلو لپاره جرګه راوغوښتل شوه.

 

د جرګې نورو ويناوالو ملک فراز خان، نثار خان اېډوکېټ او ملک حيات خان هم د اسامه خان د بېړنۍ او خوندي خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

 

وروسته د منډان قبيلې د بېلابېلو څانګو مشرانو له سلا مشورو وروسته د جرګې مشر ملک اکبر علي خان اعلان وکړ چې تښتول شوی ځوان بايد سمدستي خوشی کړل شي. هغه وويل، قبيله تښتوونکو او له هغوي سره تړلې اړوندې ډلې ته ۴۸ ساعته وخت ورکوي، او که په دې موده کې اسامه خان راخوشی نه شي، نو پراخ احتجاجي تحريک به پېل کړي.

 

نوموړي خبرداری ورکړ چې د وخت تر پای وروسته به د مبينه تښتوونکو له اړوندې قبيلې سره د ټولنيزو او احتجاجي اقداماتو تر څنګ نور ګامونه هم پورته شي.

 

جرګې په پای کې له ضلعي انتظاميې او قانون پلي کوونکو ادارو وغوښتل چې د اسامه خان د خوندي راخوشي کولو لپاره دې بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي.