د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې د هري پور سرای صالح په سيمه کې ،د جون په ۱۷مه، د بارانونو له امله په يو خوړ کې ناڅاپه سېلابي اوبه راغلې چې له امله يې د سېل او تفريح لپاره ورغلې يوه سيلاني کورنۍ د اوبو په منځ کې بند پاتې شوه.

 

د راپورونو له مخې، په بند پاتې شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم ضلعي انتظاميه او د رېسکيو ۱۱۲۲ هري پور ډلې سيمي ته ورسېدې او د ژغورنې عمليات يې پېل کړل.

 

د رېسکيو کارکوونکو د عملياتو پر مهال له ۱۰ څخه تر پورې بند پاتې سيلانيان په خوندي توګه وژغورل او خوندي ځای ته يې ولېږدول.

 

انتظاميې له خلکو او سيلانيانو غوښتي، چې د بارانونو پر مهال د نالو، خوړونو او سېلابي اوبو ته له نږدې تګ څخه ډډه وکړي، څو د هر ډول ناخوښه پېښو مخه ونيول شي.