د پولیسو سرچینو ویلي دي، چې کرمې ضلعې د صدې سره نږدې د مسعود اباد په سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو پر یو موټر ډزې کړې دي، چې له امله یې په موټر کې سپاره دوه کسان وژل شوي دي.

 

د پولیسو سرچینو په وینا، پېښه ،د جون په ۱۷مه، هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسلوالو پر تېرېدونکي موټر ناڅاپي ډزې وکړې، چې پکې عبدالمالک او اکرام خان په ځای ووژل شول.

 

سرچیني زیاتوي چې د وژل شویو کسانو جسدونه د لومړنیو قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د صدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

پولیس وایي، چې د پېښې اصلي لامل لا تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو پلټنې پېل شوې دي او په سیمه کې د لټون عملیات هم روان دي.

 

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم د همدې سیمي سره نږدې وسلوالو پر یوه ځایي پولیس پوستې لوي برید کړی و، چې پکې د یو پولیس سرتېري په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي وو.

 

ځايي خلکو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې د امن او نظم د ټینګښت لپاره دې بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي.