د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په ملازۍ سیمه کې د یو کور پر انګړ د مشکوک ډرون برید له امله یوه ښځه او درې تنکي ماشومان ټپیان شوي دي. د ملازۍ تاڼې پولیسو شال نیوز ته ویلي دي، چې پېښه ،د جون په ۱۷مه، ماښام رامنځته شوې او د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

 

د سیمي روغتیايي چارواکو د ټپیانو د ور وړلو پخلی کړی او ویلي یې دي چې یوه ښځه او درې ماشومان روغتون ته راوړل شوي وو. د روغتیايي چارواکو په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی، خو د نورو طبي معایناتو او له بدنونو څخه د چرو د ایستلو لپاره به ډیره اسماعیل خان ته ولېږدول شي.

 

د اغېزمنې کورنۍ یو غړي، پیر رفیع الله، شال نیوز ته وویل چې د پېښې پر مهال د کورنۍ غړي د ماښام ډوډۍ لپاره د کور په انګړ کې راټول وو. د هغه په وینا، لومړی یو کواډکاپټر ډرون د دوي د کور پر سر راڅرګند شو او وروسته یې چاودېدونکي مواد وغورځول.

هغه وویل، په چاودنه کې یوه ښځه او درې ماشومان ټپیان شول چې د کور په انګړ کې موجود وو.

 

پیر رفیع الله زیاته کړه چې دوي یوه سید او سیاسي کورنۍ ده او له اوږدې مودې راهیسي له عوامي نیشنل ګوند سره تړاو لري. د هغه په خبره، دې پېښې په ښځو او ماشومانو کې سخته ویره او اندېښنه خپره کړې ده.

 

بل لور ته، د ملازۍ تاڼې پولیسو ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ښايي د برید هدف نږدې د ایف سي یو مرکز و، خو د دې ادعا خپلواکه تایید نه دی شوی.

 

پیر رفیع الله دغه احتمال ردوي او وایي چې د دوي کور له یاد مرکز څخه په واټن کې موقعیت لري. د هغه په وینا، په سیمه کې د ډرونونو الوتنې له اوږدې مودې راهیسي روانې دي او خلک یې د امنیتي څارنې برخه ګڼي.

 

دا په تېرو دوو ورځو کې په ټانک ضلعه کې دویم او په خیبر پښتونخوا کې درېیم راپور شوی ډرون برید دی. د جون په ۱۶مه د ټانک د شادي خېل په سیمه کې هم پر یوه موټرسایکل د مشکوک ډرون برید راپور ورکړل شوی و، چې له امله یې یو ځوان وژل شوی و.

 

تر دې وړاندې د کرم ضلعې د ټنډوري سیمي پر یوه کور د شپې مهال د مشکوک ډرون برید له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي وو. د راپورونو له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

 

د ټانک د وروستي برید په اړه تر اوسه کومې سرکاري ادارې یا وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي. شال نیوز په خپلواکه توګه د برید د نوعیت، هدف او مسؤلیت په اړه د ټولو ادعاوو پخلی نه شي کولی.