د افغانستان د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ـ هرات د لویې لارې ترڅنګ د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد جومات د مسافرو د لمانځه او دمې اسانتیاوو لپاره جوړ شوی دی، چې د ۱۵۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او د نارینه وو او ښځو لپاره جلا د اوداسه ځایونه او نورې اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي.
چارواکي وایي، د کابل ـ هرات د لویې لارې په اوږدو کې د ۱۳ نورو جوماتونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

شال نیوز