د کرک ضلعې پولیسو ویلي دي، چې د بهادرخېل په سیمه کې د درګه شهیدان پر سړک د پلټنو او سیمي د پاکولو عملیاتو پر مهال د پولیسو یوې ډلې ته نږدې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د بانډه داود شاه تاڼې مشر (ایس ایچ او) داود خان ټپي شوی او د پولیسو ګاډي ته هم جزوي زیان اوښتی دی.

 

د کرک د پولیسو مشر عمران خان ویلي دي، چې ،د جون په ۲۱مه، د عملیاتو پر مهال هغه خپله په سیمه کې موجود و او د عملیاتو څارنه یې کوله. د هغه په وینا، له چاودنې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات لا نور هم پراخ کړل شوي دي.

 

پولیس وایي، چې د عملیاتو پر مهال یې یو شمېر مشکوک کسان نیولي او ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. چارواکو تر اوسه د چاودنې د مسؤلیت په اړه څه نه دي ویلي، خو د پېښې په اړه پلټنې دوام لري.