د پنجاب پوهنتون د پښتون کونسل مشر ،سلمان احساس، او د پيپلز سټوډنټس فېډرېشن د پنجاب پوهنتون مرستيال مشر ،عبدالصمد، د خیبرپښتونخوا له ګورنر ،فیصل کریم کونډي، سره په پېښور کې ملاقات کړی او د پوهنتون د زده‌ کوونکو پر يو شمېر ستونزو يې خبرې کړې دي.

 

د ګورنر ماڼۍ له خوا ،د جون په ۲۱مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې ملاقات کې د پنجاب پوهنتون د زده‌ کوونکو د زده ‌کړو او استوګنې اړوند ستونزې تر بحث لاندې راغلې.

 

د زده‌ کوونکو استازو له ګورنر څخه وغوښتل چې په پوهنتون کې د ليليو د تړل کېدو ستونزه هواره کړي او د پخوانيو قبايلي سيمو او بې‌ ځايه شويو کورنيو د زده ‌کوونکو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ د مودې له پلوه وغځول شي، څو ياد زده ‌کوونکي له لوړو زده‌ کړو بې‌ برخې نه شي.

 

په دې موقع ګورنر فيصل کریم کونډي وويل چې د خیبرپښتونخوا زده‌ کوونکي، که د هېواد په هره برخه کې زده ‌کړې کوي، د خپلې صوبې استازي دي او بايد د ميني، يووالي او ورورولۍ پيغام خپور کړي.

 

هغه وويل، زده ‌کوونکي د خپلې صوبې روښانه څېره وړاندې کوي او د هېواد د بېلابېلو سيمو ترمنځ د اړيکو او يووالي په پياوړتيا کې مهم رول لري.

 

ګورنر زياته کړه چې ځوانان د هېواد راتلونکی دي او بايد د هغوي د زده‌ کړو، روزنې او پرمختګ لپاره لا زيات فرصتونه برابر شي. د نوموړي په وينا، د زده‌ کوونکو له خوا راپورته شوې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او د هواري لپاره به يې د اړينو اقداماتو لارښوونه وکړي.