سرچیني وايي، چې د بنو په بکاخېل سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري پر مليشه ځواک (ایف سي) د کواډ کاپټر برید کې یو سرتېری ټپي شوی دی.
سرچینې وايي برید ،د جون په ۲۱مه، د تختي خېل په سیدګي سیمه کې د ایف سي ځواک پر پوستې شوی دی چې پکې نائب صوبیدار ،کرامت، ټپي شوی دی. د پېښې وروسته ژوبل سرتېری د درملنې لپاره نږدې روغتون ته وړل شوی او لومړنۍ درملنه یې ترسره شوې ده.
امنيتي سرچینو د ټپي شوي سرتېري روغتیايي حالت له خطره بهر ښودلی دی او ویلي یې دي چې د پېښې نه وروسته په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره کلک ګامونه پورته شوي دي او د بریدګرو د لټون عملیات هم پېل شوي دي.
بل لوري ته د بنو په بکاخېل کې د نادرا دفتر پر ساتونکو د ډزو او راکټ برید خبرونه هم مخې ته راغلي دي. سرچیني وايي په دې پېښه کې هېڅ ډول ځاني زیان نه دی راپور شوی.
سرچیني زیاتوي، چې وسله والو د نادرا دفتر پر ساتونکو ډزې کړي او د راکټ شیل برید یې هم پرې کړی دی. د برید وروسته سمدستي امنیتي ځواکونو هم پر وسله والو ځوابي ډزې کړې دي، خو وسله وال تښتېدلي دي.
سرچینې زیاتوي په سیمه کې وضعیت تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی او په پېښه پلټنې پېل شوې دي.
تر دې دمه د دواړو بریدونو مسولیت چا ندی منلی.

صفدر داوړ