د ليويزو سرچينو لمخې، د ملاکنډ ضلعې د بټخېلې شريف آباد سيمه کې ،د جون په ۲۲مه، يو سړي د کورني تاوتريخوالي له امله خپله ښځه په ډزو وژلې او له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
د ريسکيو ۱۱۲۲ ملاکنډ وياند صادق شاه ویلي، چې د پېښې له اطلاع وروسته د ژغورنې طبي ډله سيمي ته ورسېده او د وژل شوې ښځې جسد يې د بټخېلې ضلعي مرکزي روغتون ته ولېږداوه.
ليويز چارواکي وايي، تورن کس له پېښې وروسته تښتېدلی او د هغه د نيولو لپاره عمليات روان دي. چارواکو د پېښې په اړه نور معلومات ندي ورکړي، خو زياتوي چې پلټنې پېل شوې دي.
بل لور ته د عوامي نېشنل ګوند د تنظيمي کمېټۍ غړي ،ډاکټر سعيد الرحمان، د پېښې په غبرګون کې ويلي دي چې د جنايي پېښو د اغېزمنو پلټنو لپاره بايد د تحقيقاتو نظام لا پياوړی شي.
ملاکنډ د خیبرپښتونخوا هغه يوازينۍ ضلعه ده چې تر اوسه پکې د پوليسو پر ځای د ليويزو نظام نافذ دی.

محمد انس