د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ مردان د اوونیز راپور له مخې، د جون له ۱۵مې تر ۲۱مې نېټې پورې په مردان ضلعه کې د بېلابېلو پېښو له امله ۲۱ کسان وژل شوي او سلګونو نورو ته بېړنۍ طبي مرستې رسول شوې دي.
د راپور له مخې، په یاده موده کې ریسکیو ۱۱۲۲ ټولټال ۵۴۶ بېړنیو پېښو او حادثو ته رسېدنه کړې ده. په دغو پېښو کې ۷۴ ترافیکي پېښې، ۴۰۱ طبي بېړني حالتونه، ۱۲ د زېږون بیړني موارد، ۱۶ د اورلګېدنې پېښې، ۱۷ د ډزو، شخړو او جرمونو پېښې او ۲۱ نورې متفرقې پېښې شاملې دي.
چارواکي وایي، د دغو پېښو پر مهال ۵۱۸ کسانو ته پر وخت لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او وروسته د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ولېږدول شول، خو ۲۱ کسان د پېښې پر ځای یا روغتون ته له رسېدو وروسته مړه شوي دي.
اداره زیاتوي، په تېره اوونۍ کې ادارې ۸ زره او ۷۳۵ ټیلیفوني زنګونه هم ترلاسه کړي دي. همدارنګه د روغتیايي رېفرل امبولانس خدمت له لارې ۷۳ ناروغان لېږدول شوي دي، چې ۷۱ یې د ضلعې دننه او دوه نور د ضلعې څخه بهر روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو ویلي، چې د بېړنیو حالاتو پر مهال د ژغورنې او طبي مرستو خدمات په دوامداره توګه روان دي او له خلکو یې غوښتي چې د هر ډول بېړني حالت په صورت کې له ۱۱۲۲ شمېرې سره سمدستي اړیکه ونیسي.

پامیر جان