د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (پي اېم ډي) ویلي دي، چې د جون په ۲۲مه، د ماسپښین په ۳ بجې او ۲۲ دقیقې د افغانستان د هندوکش په سیمه کې د ریښتر په کچه د ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزله ثبت شوې ده.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز د هندوکش غرنیزه سیمه وه. د زلزلې ژوروالی ۲۱۵ کیلومتره ښودل شوی او موقعیت یې ۳۶ اعشاریه ۴۴ درجې شمالي عرض البلد او ۷۰ اعشاریه ۷۰ درجې ختیځ طول البلد و.
د زلزلې ټکانونه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو او ضلعو کې احساس شوي، چې له امله یې یو شمېر خلک د احتیاطي تدابیرو په توګه له خپلو کورونو او ودانیو څخه بهر راوتلي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ خیبر پښتونخوا ویاند ،بلال احمد فیضي، ویلي دي، چې د زلزلې له ټکانونو وروسته د ریسکیو ټولې ضلعي او بېړنۍ مرستندویه ډلې په الرټ حالت کې ساتل شوې دي. نوموړي له خلکو غوښتي چې د هر ډول بیړني حالت، احتمالي زیان یا مرستې ته د اړتیا په صورت کې دې سمدستي د ریسکیو ۱۱۲۲ مرستندویه شمېرې سره اړیکه ونیسي.
تر اوسه د زلزلې له امله د کوم ځاني یا مالي زیان راپور نه دی ترلاسه شوی، خو اړوندې ادارې وايي چې وضعیت له نږدې څاري.

شال نیوز