کرک کې د ډاکخانې ملازمینو د نوکرو نه د لرې کيدو او د ډاکخانو د دفترونه د ممکنه بندېدو پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده. نن ،د جون په ۲۲مه، ملازمینو د احتجاج په مهال له حکومته وغوښتل چې دغه پرېکړې دې بېرته واخلي.

د ډاکخانو د اتحادیې مرکزي مشر ،کرامت الله خټک، په احتجاجي مظاهره کې وینا وکړه او ویې ویل چې په اداره کې د ۳۰ سلنه ملازمینو د نوکرو نه د لرې کولو او د ۲۰ سلنه ډاکخانو دفترونو د بندېدو پلان د اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا، دا ډول اقدامات به نه یوازې د ملازمینو معاشي ژوند اغېزمن کړي بلکې د عامو خلکو ته رسېدونکي خدمات به هم زیانمن کړي.


نوموړي زیاته کړه چې ملازمین به هېڅ ډول برطرفۍ او د دفترونو بندېدو ته اجازه ورنه کړي. هغه غوښتنه وکړه چې ډاکخانو ته دې عصري سهولتونه، اضافي وسایل او نور اختیارات ورکړل شي ترڅو اداره ښه کار وکړي.

مظاهره کوونکو له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د ملازمینو اندېښنې دې حل کړي، او خبرداری یې ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو احتجاج به لا پراخ کړي او د هېواد په کچه به د ډاکخانو دفترونو د بندېدو لړۍ پېل کړي.